ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان کې افغان خبریالان: له بېلابېلو ستونزو سره مخ یو

پاکستان کې افغان خبریالان: له بېلابېلو ستونزو سره مخ یو

author avatar
14 Mar 2024 - 16:29
پاکستان کې افغان خبریالان: له بېلابېلو ستونزو سره مخ یو
author avatar
14 Mar 2024 - 16:29

اسلام‌اباد (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۲): پاکستان کې ځینې افغان خبریالان وايي چې په دغه هېواد کې د ویزې نه تمدیدو، روغتیايي او تحصیلي خدماتو ته نه لاسرسي، وخت ناوخت د پولیسو له لوري ځورولو او د غوښتنلیکونو پر وخت نه څېړل کېدو له امله له سختو ذهني او رواني ستونزو سره مخ شوي دي.

هغوی پاکستان کې کډوالۍ پر ناوړه ژوند د اندېښنې په څرګندولو سره له نړۍوالې ټولنې او اړوندو بنسټونو غواړي څو د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

محمدجان تمکین یو له هغو خبریالانو دی چې په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته پاکستان ته کډه شوی دی.

هغه وویل: «دوه کاله کېږي پاکستان کې اوسېږم او په دې موده کې له زیاتو ستونزو سره مخ شوي یو.»

تمکین د خپلو دوو لورګانو په اړه وویل، دوی دواړه په پاکستان کې له زده‌کړو بې‌برخې دي او دی مالي توان نه لري چې ښوونځي کې یې شاملې کړي.

هغه زیاته کړه: «روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لرو، د اوسېدو د ویزې نه تمدید، هر کله د پولیسو له لوري ځورول کېدل او نورو ټولنیزو ستونزو زموږ ژوند نا ارامه کړی او له ناوړه ذهني او رواني وضعیت سره یې مخ کړي یو.»

هغه څرګنده کړه، پاکستان کې د اوسېدو ویزې نه درلودو له امله یې کورنۍ درې غړي د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۲۸مه پولیسو ونیول او یوه شپه او ورځ د پولیسو په مرکز کې وو.

هغه وايي، پاکستان ته ډېری کډه شوي افغان خبریالان له ژور خپګان سره مخ دي چې بې‌برخلیکۍ، د ویزو نه درلودو او د اړوندو سازمانونو او بنسټونو له لوري د دوی د غوښتنلیکو پر وخت نه څېړل کېدو له سختو ستونزو او نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي.

نوموړی له رسنیزو بنسټونو، او د بیان ازادۍ له سازمانونو او هېوادونو غواړي څو د دوی غږ واوري او ژر تر ژره یې له دغو ستونزو وژغوري.

یوه خبریاله مینه اکبري چې له دوو کلونو راهیسې پاکستان ته کډه شوې، وايي، د پاکستان حکومت له لوري د اوسېدو ویزې نه تمدیدېدل او د پاسپورت نشتوالی د دې لامل شوي څو ونه شي کړای ځان ته کرايي کور پیدا کړي.

هغه د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو غواړي څو هغو خبریالانو ته د ویزو تمدید اسانتیاوې برابرې ‎کړي چې د ځان او کورنۍ ژوند ژغورلو لپاره یې پاکستان ته پناه وړې ده.

هغه ادعا کوي: «زموږ حق تر پښو لاندې شوی او ځیني فرصت‌طلبه کسان له هغو کسانو پیسې اخلي چې خبریالان نه دي او بهر ته د خبریالانو په نوم لېږدولي دي.»

هغه له بهرنیو بنسټولو غواړي څو د دوی ستونزې هوارې کړي او له پاکستانه بهر ته د تلو زمینه ورته برابره کړي.

پاکستان کې یو شمېر نور افغان خبریالان هم ورته څرګندونې کوي او د خپلو ستونزو د هواري غوښتنه کوي.

بلخوا، پاکستان کې د افغان خبریالانو د نوښت او هڅو له امله یو کال مخکې دغه هېواد کې د افغان خبریالانو فدراسیون جوړ شو چې په درېیمو هېوادونو لکه، ایران، پاکستان او ترکیه کې د افغان خبریالانو ملاتړ لپاره فعالیت کوي.

د دغه فدراسیون ویاند حشمت‌الله وجداني وايي: «له هغه وخت راهیسې چې د افغانستان د سقوط له امله د نړۍ وضعیت بدلون کړی، ډېرو نړۍوالو بنسټونو خبریالان هېر کړي دي.»

هغه وویل، فدراسیون د خبریالانو د ملاتړ په موخه له خپل ادرسه د خبریالانو ملاتړ کوونکو نړۍوالو نهادنو ته پرله پسې ایمیلونه لېږلي او له هغو یې د خبریالانو د کډوالۍ قضیو څېړلو برخه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

خو هغه زیاتوي: «هڅې مو د دې لامل شوې چې د تېر کال د نومبر له میاشتې وروسته نهادونه بیاځلي خبریالانو ته پاملرنه وکړي او د ډېر شمېر خبریالانو قضیې څېړل شوي دي.»

هغه زیاته کړه، فدراسیون په دې وروستیو کې له دې ستونزې څخه د وتلو لپاره پاکستان کې د بې‌پولې خبریالنو بنسټ (RSF) سره په ګډه یوه کمېټه جوړه کړه څو د دې کمېټې له لارې بېلابېلو سفارت‌خونو او ملګرو ملتونو کې د خبریالانو د قضیو په ګډون نورې ټولې ستونزې حل کړي.

هغه ادعا کوي، له څه وخت راهیسې چې د پاکستان د پولیسو له لوري خبریالان نیول شوي، د پاکستان د خبریالونو په مرسته یې د هغوی خوشې کېدو لپاره اغیزمن ګامونه پورته کړي دي.

ورته مهال، پاکستان کې د بې‌پولې خبریالانو د ادارې مسوول اقبال خټک افغان خبریالانو ته د خپلو فعالیتونو په اړه وايي: «افغان خبریالان چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې له ۱۵مې نیټې وروسته پاکستان ته راغلي، پاکستان کې له ځینو ملي او نړۍوالو سازمانونو لکه د بې‌پولې خبریالانو له ادارې او د ازادۍ له شبکې څخه مرستې ترلاسه کوي.»

هغه زیاته کړه، یادو مرستو کې درېیمو هېوادونو کې بیامېشتېدنه، بېړنی ملاتړ، د ورځپاڼې د فعالیت بیا پیلولو لپاره د ظرفیت لوړل او د پاکستان ژورنالیزم ټولنې سره د تعامل لپاره د یوې پیوستون شبکې رامنځته کول شامل دي.

خټک وویل، یو شمېر خبریالان چې قضیې یې پیاوړې دي، تمه لري چې ویزې تر لاسه کړي خو هغوی له نورو ستونزو لکه د بهر تللو جواز نشتون او د پاکستان ویزې نه درلودلو سره مخ دي.

د خټک په خبره، افغان خبریالانو زیان لیدلی، ډېری یې ښکاره دا واقعیت مني چې رواني درملنې ته اړتیا لري، خو یو شمېر نور یې دا موضوع پټوي.

ومو غوښتل چې د افغان خبریالانو د ستونزو په اړه د پاکستان حکومت د چارواکو نظر هم ولرو، خو هغوی مرکې ته حاضر نه شول.

پاکستان کې د افغان خبریالانو د وړاندې شوې شمېرو له مخې، افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته ۱۹۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د یاد فدارسیون غړیتوب تر لاسه کړی او دغه فدراسیون یې په بېلابېلو برخو کې ملاتړ کوي.

Views: 29

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.