ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایرلنډ د کرکټ په لومړۍ شل‌اوریزه لوبه کې افغانستان ته ماته ورکړه

ایرلنډ د کرکټ په لومړۍ شل‌اوریزه لوبه کې افغانستان ته ماته ورکړه

author avatar
16 Mar 2024 - 00:12
ایرلنډ د کرکټ په لومړۍ شل‌اوریزه لوبه کې افغانستان ته ماته ورکړه
author avatar
16 Mar 2024 - 00:12

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۲): ایرلنډ د کرکټ په لومړۍ نړۍواله شل‌اوریزه لوبه کې افغانستان ته د ۳۸ منډو په توپیر ماته ورکړه.

دا لوبه چې نن (د کب ۲۵مه) د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې افغانستان وګټله خو لومړی یې ایرلنډ ته د  توپوهنې بلنه ورکړه.

افغان لوبډله کې دا ځل ډېرو ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی و.

د ایرلنډ لوبډلې ښه پیل وکړ خو وروسته د راشدخان او ننګیالي خروټي د ښې توپ‌اچونې له امله یې شپږ لوبغاړي په ۱۰۰ منډو وسوځېدل، په وروستیو کې د ایرلنډ لوبغاړي ټېکټور ښه لوبه وکړه او پنځوسیزه یې ووهله.

ایرلنډ په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېد ۱۴۹ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۵۰ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري راشدخان درې او خروټي دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان لوبډلې چې د هدف ترلاسه کولو لپاره لوبه پیل کړه، نو پرله‌پسې یې لوبغاړي وسوځېدل او بالاخره ټوله لوبډله په ۱۱۱ منډو وسوځېده، دغه راز ایرلینډ دا لوبه د ۳۸ منډو په توپیر سره وګټله.

د افغانستان له لوري محمداسحق ۳۳، محمدنبي ۲۵ او اعجاز احمدزي ۱۶ منډې جوړې کړې.

له دې مخکې د یوه ورځنیو لوبو لړۍ دوه پر صفر افغانستان ګټلې وه خو یوازېنۍ ټسټ‌لوبه بیا ایرلنډ وګټله.

[/restrict]

Views: 135

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.