کاابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۲): د افغانستان بانک وايي، سبا (د کب ۲۸مه) ۱۵ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
د افغانستان بانک دغه څرګندونې نن پر خپله اېکسپاڼه کړې دي.
یاد بانک له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو چې په شرایطو برابر وي، غوښتي چې په دغه داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
سرچینې زیاته کړې، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
سرچینه زیاتوي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.
د یادونې ده، د افغانستان بانک ټاکلي اندازه امریکایي ډالر په بازار کې په دې موخه لیلاموي څو د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت وساتل شي.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن