کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۲): سیمهییز مسوولین وایي، په لوګر او خوست ولایتونو کې له څه باندې ۱۸۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او په هلمند کې له ۹۸۱ کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
د لوګر ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغتالله نایبخېل پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن یې د دغه ولایت په محمداغې او برهکي برک ولسوالیو کې له ۱۰۵۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه مرسته د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ وېشل شوي او هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، لس لیتره غوړي، شپږ کیلو دال او یوه اندازه د ماشومانو تقویتي خواړه ورکړل شوي دي.
دغهراز، د خوست د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس عبدالرحیم احسان وایي، نن یې په دغه ولایت کې د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ له ۸۰۰ معلولینو او شهیدانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې بېلابېلو خوراکی توکي شامل وو.
د یو بل خبر له مخې، د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت وایي، په دغه ولایت کې له ۹۸۱ بېرته راستنو شویو کډوالو سره نغدي مرسته وشوه.
هغه وویل چې دغه مرسته د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ ترسره شوې او هرې کورنۍ ته یې ۳۲۰۰ افغانۍ ورکړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP