ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د لاسي بم چاودنې دوه ماشومان ټپیان کړي

کونړ کې د لاسي بم چاودنې دوه ماشومان ټپیان کړي

author avatar
17 Mar 2024 - 14:24
کونړ کې د لاسي بم چاودنې دوه ماشومان ټپیان کړي
author avatar
17 Mar 2024 - 14:24

اسعداباد (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۲): د کونړ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مروره ولسوالۍ کې د یوه لاسي بم چاودنې له امله دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

د کونړ ولایت امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول فریدالله دهقان پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار ۷ بجې د مرورې ولسوالۍ په چنار ساحه کې د یوې کورنۍ پر دوو ماشومانو لاسي بم چاودنه کړې چې له امله یې دواړه ماشومان ټپیان شوي دي.

هغه وایي، یادو ماشومانو پر نارنجک لوبې کولې چې پرې چاودېدلی دی.

نوموړی زیاتوي چې ټپیان د درملنې په موخه د اسعدآباد ولایتي روغتون ته لیږدول شوي چې اوسمهال یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.