[restrict paid="true"]
میدانښار (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۲): د میدانوردګو ولايت د کرنې، اوبو لګولو، چاپېریال ساتنې او ښاروالۍ ریاستونو له لوري په دغه ولايت کې «د وچکلۍ له منځه وړلو» تر نوم لاندې د نيالګيو کېنولو کمپاين پيل شو.
د ځایي مسوولينو په وينا، د دغه کمپاین په ترڅ کې به شاوخوا یو ميليون مېوهلرونکي او بېمېوې نيالګي کېنول شي.
د میدانوردګو والي قاري بختیار معاذ د بوټو او نیالګیو کېنولو پر مهال د نیالګیو پر ساتنې او پالنې ټینګار وکړ او له اړوند ادارو او خلکو یې وغوښتل چې د دغه ولایت د زرغونتیا په موخه هوا او اقلیم ته په کتو سره نیالګي کېنوي او پالنه کې یې هم خپل مسؤولیت ترسره کړي.
نوموړي د یو شمېر ادارو مسؤولینو ته سپارښتنې وکړې چې د نیالګیو پالنې، ساتنې او اوبو رسولو ته ځانګړې کمېټه جوړه کړي څو په دوامداره توګه ترې څارنه وکړي.
د میدانښار ښاروال مولوي عبدالله دروېش دولتي ادارو له کار کوونکو او مراجعينو او ښاريانو څخه وغوښتل چې د نيالګيو په ساتنه او پالنه کې ونډه واخلي او د میدانوردګو د زرغونتيا لپاره دې هڅې وکړي.
د يادونې ده چې میدانورګو کې هر کال سلګونه زره نيالګي کېنول کېږي چې بیا د نه پاملرني له امله بېرته وچېږي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP