د تخار د نیالګیو پالنې ټولنه یو میلیون مېوهلرونکي نیالګي بازار ته وړاندې کوي
په تخار کې د مېوهلرونکو نیالګیو د پالنې اتحادیې مسوولین وایي، ۲۰ ډوله مثمرو نیالګيو ته چې ریښې یې له بېلابېلو هېوادونو څخه پېرل شوې وې، پالنه ورکړل شوې چې د لږ ځای په نیولو سره ډېر حاصلات ترې ترلاسه کېږي.






