ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابینه: اړوندې ادارې دې د ترافیکي پېښو مخنیوي په موخه طرحه جوړه کړي

کابینه: اړوندې ادارې دې د ترافیکي پېښو مخنیوي په موخه طرحه جوړه کړي

author avatar
19 Mar 2024 - 03:08
کابینه: اړوندې ادارې دې د ترافیکي پېښو مخنیوي په موخه طرحه جوړه کړي
author avatar
19 Mar 2024 - 03:08

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۲۸ کب ۱۴۰۲): د رییس‌الوزراء په مشرۍ د کابینې غونډه کې اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه څو د ترافیکي پېښو مخنیوي په موخه طرحه جوړه کړي.

له ارګه د کب په ۲۸مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، د اسلامي امارت د کابینې نوولسمه غونډه نن د ریيس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ ترسره شوه چې په کې پر یو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

سرچینې زیاته کړې، په دې غونډه کې د ترافيکي پېښو مخنيوي او موټرو د سرعت کنټرول په اړه تفصيلي بحث وشو او کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د سترې محکمې ټرانسپورټ او هوایي چلند او ټولګټو وزارتونو سره په ګډه د لویو لارو په اوږدو کې د موټرو د تګ او سرعت اندازې معلومولو لپاره ترافيکو ته د اړينو وسايلو چمتو کولو طرحه جوړه کړي او د ریاست الوزراء مقام سره دې شريکه کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې او وروستۍ یې په هلمند کې دوه ورځې مخکې شوې وه، چې له امله یې ۲۱ تنه هېوادوالو ژوند له لاسه ورکړ او ۳۸ نور ژوبل شوي وو.

د پژواک اژانس د خپرو شویو راپورونو د معلوماتو له مخې، په روان لمریز کال کې د ترافیکي پېښو له امله شاوخوا څلور نیم زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

همدا راز په دې غونډه کې د ریاست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کورنیو چارو بهرنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، کور او ښار جوړولو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارتونو استخباراتو لوی ریاست او احصایې ملي ادارې څخه تشکيل شوي پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د ولسواليو جغرافيوي حدود تثبيت کړي په اړه يې معلومات وکړي او راپور یې له توحید وروسته د ریاست الوزراء مقام ته وړاندې کړي.

د کابينې په دې غونډه کې اقتصاد وزارت ته دنده وسپارل شوه چې مؤسساتو ته واضحه کړي، څو هېڅ امارتي کارمند تر هغو نه شي جذبولی؛ ترڅو يې قانوني موده نه وي پوره شوې.

[/restrict]

Views: 177

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.