Language

د ایټالیا سفیر: غواړو په افغانستان کې پروژې تطبیق کړو

کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): په کابل کې د ایټالیا سفیر د ریاست‌الوزراء له اداري مرستیال سره لیدنه کې ویلي چې هېواد یې غواړي په افغانستان کې پروژې پلې کړي.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو په کابل کې د ایټالیا له سفیر ناټالیا کوینټاویل سره د ریاست‌الوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له لیدنې خبر ورکړی دی.

login or register a new account.