کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): په کابل کې د ایټالیا سفیر د ریاستالوزراء له اداري مرستیال سره لیدنه کې ویلي چې هېواد یې غواړي په افغانستان کې پروژې پلې کړي.
ارګ پر خپله اېکسپاڼه د یوه پیغام په خپرولو په کابل کې د ایټالیا له سفیر ناټالیا کوینټاویل سره د ریاستالوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له لیدنې خبر ورکړی دی.
د ايټالیا سفیر په دې لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د روغتیا، اوبو، حفظ الصحې او دوه اړخیزو اړیکو برخو کې له افغانستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
دغهراز هغه زیاته کړې چې هېواد یې په افغانستان کې د پروژو عملي کولو غوښتونکی دی.
هغه په افغانستان کې له شته امنیته خوښي څرګنده کړې ده.
په همدې حال کې د ریاستالوزراء اداري مرستیال هم ویلي چې افغانستان د تعامل او متقابل درناوي پر اساس له اروپايي او نورو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت په افغانستان کې له ټولو پانګهوالو ملاتړ کوي.
حنفي څرګنده کړې چې اسلامي امارت هيڅ شخص او هېواد ته اجازه نه ورکوي څو د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون په کابل کې د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې وویل چې هېواد یې غواړي په اقتصادي، کرنه، تېل او ګازو برخو کې له افغانستان سره د همکارۍ ترڅنګ له دغه هېواد سره نورې همکارۍ هم زیاتې کړي.