پلخمري (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): بغلان کې امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې یې د امنیتي کامرو لګولو لړۍ پیل کړې او وروسته به ولسوالیو ته هم دغه پروسه وغځول شي.
د بغلان امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني په دغه ولایت کې د امنیتي کامرو لګولو بهیر پیلېدو پر مهال وویل چې د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې د ډاډمن امنیت رامنځته کېدو په موخه د امنیتي کامرو لګولو لړۍ پیل شوه.
هغه زیاته کړه، د امنیتي کامرو په فعالېدو به د پلخمري ښار او واټونه لا نور خوندي شي، د غلا او ځینو نورو جنایي پېښو مخه به ونیول شي.
دغه راز په بغلان کې د امنیتي کامرو لګولو چارو مسوول فریدالله عابد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د امنیتي کامرو لګولو د دغه بهیر په ترڅ کې به لومړی په پلخمري ښار کې شاوخوا ۴۰۰ امنیتي کامرې ولګول شي.
دی زیاتوي چې د پلخمري ښار پر څلورلارو او عمومي واټون د کامرو له لګول کېدو وروسته د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې هم امنیتي کامرې لګول کېږي چې د پلخمري له ښاره به څارل کېږي.
بلخوا د پلخمري ښاراوسېدونکي هم د امنیتي مسوولینو پر دغه کار خوښ دي او وایي چې د امنیتي کامرو په لګول کېدو به ښار دننه د غلاوو ګراف ټیټ شي.
د نوید په نوم یوه کس پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرو کلونو په پرتله امنیت ښه دی خو د غلا او نورو جنایي پېښو وېره شته.
دی وایي، د امنیتي کامرو په فعالېدو به په ښار کې تر یو بریده د ځینو پېښو لکه د موټرو ورک کېدو او نورو غلاوو مخه ونیول شي خو باید د لګول کېدونکو کامرو په واسطه د امنیتي پېښو رامنځته کېدو مخنیوی هم وشي.
Views: 65
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن