Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې يوه ځوان ځان‌وژنه کړې

جلال‌اباد (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۳): د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي، د دغه ولايت په بټي‌کوټ ولسوالۍ کې يوه ځوان ځان‌وژنه کړې ده.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون مازديګر ناوخته د بټي‌کوټ ولسوالۍ اړوند سه‌پای سيمه کې د رفيع‌الله په نوم يوه ځوان د ټوپک په ډز ځان وژلی دی.

هغه زياته کړه، د بټي‌کوټ د امنیه قوماندانۍ منسوبين د پېښې ځای ته رسېدلي او تر پلټنو وروسته ورته جوته شوې چې ياد کس ځان په خپله وژلی دی.

د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې ياد کس د بې‌کارۍ له امله ځان‌وژنه کړې، خو امنیتي مسوولینو ويلي چې تراوسه د پېښې د علت په اړه دقيق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.