کاابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۳): د افغانستان بانک وايي چې راتلونکې شنبې (د وري څلورمه) ۱۵ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
د افغانستان بانک دغه څرګندونې نن پر خپله اېکسپاڼه کړې دي.
یاد بانک له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وي، غوښتي چې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
سرچینې زیاته کړې، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
د افغانستان بانک وايي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.
د یادونې ده، د افغانستان بانک ټاکلي اندازه امریکایي ډالر په بازار کې په دې موخه لیلاموي، څو د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت وساتل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP