کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال په کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې ویلي، ا.ا له سیمې سره په خصوصي او له ټولې نړۍ سره په عمومي ډول د مثبتو اړیکو تګلاره لري او نه غواړي له هيڅ لوري سره یې اړیکې ترینګلې وي.
د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت مرستیال مولوي رحمتالحق فُضیل په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره ولیدل.
سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل، اسلامي امارت له چین سره اړیکو ته ځانکړی اهمیت ورکوي او غواړي د افغانستان او چین ترمنځ دغه اړیکې لا ډېرې پراخې شي.
نوموړي زیاتوي، د اسلامي امارت تګلاره له سیمې سره په خصوصي او له ټولې نړۍ سره په عمومي ډول د مثبتو اړیکو تګلاره ده او نه غواړي له هیڅ لوري سره یې اړیکې ترینګلې وي.
د هغه په خبره: «د افغانستان د اقتصادمحوره پالیسۍ له مخې، زموږ ګټې دا ایجابوي چې د سیمهییز نښلون او اقتصادي پرمختګ په موخه له سیمې سره مثبتې اړیکې ولرو.»
د سرچینې معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د چین سفیر وویل، دوی د سیمې امنیت او ثبات د چین په ګډون د ټولو هېوادونو په ګټه بولي او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP