کابل (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۳): کورنیو چارو وزارت وایي، د اېټالیا سفیرې د دغه وزارت د نشهيي توکو پروړاندې د مبارزې له معین سره په لیدنه کې، افغانستان کې د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت او روږدو کسانو درملنې برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
کورنیو چارو وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د یاد وزارت د نشهيي توکو پروړاندې د مبارزې معین لوی پاسوال ملاعبدالحق آخند همکار د اېټالیا هیواد له سفیرې کوینتاوال او د دغه هېواد ځانګړي استازي پیټروزیلا سره ولیدل.
سرچینه زیاتوي، په یاده لیدنه کې ملا عبدالحق آخند په هېواد کې د کوکنارو د کښت، قاچاق، پیر او پلور د مخنیوي او دغهراز د روږدو کسانو راټولولو، حمایې او تداوۍ، د نشهیي توکو پروړاندې د مبارزې معینیت فعالیتونه، لاسته راوړنې او د کوکنارو کښت چې کچه یې صفر ته راټیټه شوې په اړه معلومات شریک کړل.
سرچینې زیاته کړې، د اېټالیا هېواد سفیرې د نشهیي توکو پروړاندې د مبارزې معینیت فعالیتونه، لاسته راوړنې وستایلې او یاده مبارزه یې بریالۍ وبلله او زیاته یې کړه چي افغانستان کې د نشهيي توکو د کښت او قاچاق کچه د پخوا په پرتله صفر ته راټیټه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، مېرمن کوینتاوال د نشهیي توکو پروړاندې د مبارزې معین ته په افغانستان کې د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت او د روږدو کسانو د درملنې او د هغوی د حمایې برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP