پلخمري (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۳): د بغلان والي او د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس وایي، له نړۍ سره سیالي او پرمختګ د عصري علومو په زدهکړې پورې تړلي او عصري او دیني زدهکړې باید سره بېلې نهشي.
د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني نن په دغه ولایت کې د نوي ښوونیز کال د پیل په موخه جوړې شوې غونډه کې وویل، د نړۍ اوسنی پرمختګ د عصري علومو له برکته دی او د عصري علومو له زدهکړې پرته له نړۍ سره سیالي کول ناشوني دي.
والي زیاته کړه، د هېواد سړکونه، ودانۍ او نور جوړ شوي هرڅه دیني عالمانو نهدي جوړ کړي، بلکې د عصري علومو پر اساس جوړ شوي دي.
غونډه کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي مصطفی هاشمي وویل، اوسمهال په هېواد کې د دیني او عصري علومو ترمنځ هیڅ توپیر نشته او حکومت د دواړو برخو کې کار کولو ته ژمن دی.
د مسوولینو له لوري په داسې حال کې د عصري زدهکړو په ترلاسه کولو ټینګار کېږي چې لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن