ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسکو کې پر یوه کنسرټ وسله وال برید کې شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

23 Mar 2024 - 03:38
23 Mar 2024 - 03:38

اټلانټا (پژواک، ۳ وری ۱۴۰۲): د روسیې پلازمینې مسکو کې پر یوه کنسرټ وسله وال ډله ییز برید کې شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

روسي چارواکو ویلي، دا برید د وري په ۳مه، د جمعې په ورځ د مسکو ښار په شمال کې د کراسنوګورسک په سیمې کې د موسیقۍ یو غټ تالار کې شوې چې د زرګونو کسانو د ځاییدلو ظرفیت لري.

امریکا غږ د RIA خبري اژانس په حواله خبر ورکړی، برید کوونکو نظامي یونیفارم اغوستي وو او سالون ته تر ننوتو سره سم یې ډزې پیل کړې او وروسته یې لاسي بمونه هم وغورځول .

د روسیې د فدرالي امنیت ادارې ویلي چې د لومړنیو تحقیقاتو له مخې په دې پیښې کې ۴۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ ډیر ټپي شوي.

بلخوا د ترکیې انادولو اژانس خبر ورکړی چې په دې پېښه کې تر ۱۶۰ ډېر کسان وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل شوي دي.

چارواکو دا پیښه “ترهګري” بللې او دا یې هم ویلي چې د پیښې په هکله پلټنې پیل شويدي.

د روسیې د  ولسمشر ولادمیر پوتین ویاند دمیترې پییسکوف د انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي چې د پیښې په هکله ولسمشر ته په پرله پسې توګه تازه معلومات ورکول کیږي.

یو شمیر ویډیوګانې او انځورنه چې په خبري اژانسونو کې خپاره شوي پکې ښودل کیږي چې د موسیقۍ د تالار څخه تور لوګی او لمبې پورته کیږي.

د انټرفاکس خبري اژانس همدارنګه د امنیتي خدماتو مقاماتو له خولې ویلي چې په برید کې د دوو او پنځو کسانو تر منځ وسله والو برخه اخیستې وه چې نظامي جامې یې اغوستې وې او اتوماتیک وسلې ورسره وې.

په راپور کې ویل شوي چې وسله والو لومړی د تالار په ساتونکو ډزې وکړلې او تر هغې وروسته په تالار کې دننه ناست خلک یې وویشتل.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخروا دا یوه “ناوړه ترویستي” حمله بللې او د ټولې نړیوالې ټولنې څخه د غندلو غوښتنه کړې.

په عین حال کې د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د پیښې څخه وروسته په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې دا یوه ناوړه پیښه ده او تر څنګ یې دا هم وویل چې تر دې دمه هیڅ داسې نښته نشته چې دا پیښه د اوکراین سره وتړل شي.

Views: 245

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version