Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د مسکو پر کنسرټ برید؛ د مرګ ژوبلې کچه نږدې ۳۰۰ ته لوړه شوه، څلور بریدګر نیول شوي

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۳): د روسیې پلازمینې مسکو پر کنسرټ د ډله ییز برید د مرګ ژوبلې کچه نږدې ۳۰۰ ته لوړه شوې، بلخوا روسیې اعلان کړی چې څلور بریدګر یې نیولی دی.

دا برید چې په ځایي وخت د پنجشنبې په ماخوستن (د وري په ۲مه) د مسکو ښار په شمال کې د کراسنوګرسک په سیمه کې د موسیقۍ پر یوه غټ تالار کې د کنسرټ پر مهال شوی و، مسوولیت یې داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.

پرون رسنیو خبر ورکړی و، چې په دې برید کې ۴۰ تنه مړه او تر ۱۰۰ زیات ژوبل شوي دي، خو اوس روسي رسمي سرچینو ددې برید د مرګ ژوبلې د لوړېدو خبر ورکړی دی.

د ترکیې انادولو اژانس د وري په ۴مه، د روسییې د پلټنو د ادارې په حواله خبر ورکړی چې په دې برید کې ۱۴۳ کسان وژل شوي او ۱۴۵ نور ژوبل شوي دي.

بلخوا ځینو سرچینو خبر ورکړی چې له شپږو تنو بریدګرو څخه چې تر بریده وروسته تښتیدلي وو، څلور تنه یې نیول شوي چې د روسیې او تاجکستان اوسېدونکي دي.

دغو برید کوونکو نظامي یونیفارم اغوستي وو او سالون ته تر ننوتو سره سم یې ډزې پیل کړې او وروسته یې لاسي بمونه هم وغورځول .

د بي بي سي د خبر له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له برید وروسته په لومړي ځل تلویزیوني وینا کړې.‌ هغه ویلي‌، په دغه پېښه کې ښکېل ټول شکمن وسله وال نیول شوي دي.

نوموړي‌ په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې "بریدګرو هڅه کوله اوکرایین" ته وتښتي. اوکرایین له وړاندې په دغه برید کې هر ډول ښکېلتیا رد کړې ده.‌

د روسیې ولسمشر دغه برید "وحشي کړنه" بللې او له ډاګټرانو یې مننه کړې چې د پېښې ټپیان یې درمللې دي. ولسمشر پوتین ګواښ وکړ "هغو کسانو ته به سزا ورکړي چې د دغه برید تر شا دي."

پوتین سبا یکشنبه په ټول هېواد کې د دې پېښې له امله ویر اعلان کړی دی‌.

بلخوا د افغانستان سرپرست حکومت دا یو ترهګریز برید بللی او په سخټو ټکو یې غندلی دی.

د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه اعلامیه کې ویلي: " د افغانستان اسلامي امارت  د روسیې په پایتخت کې وروستی تروریستي برید چې مسوولیت یې داعش په غاړه اخیستی په سختو ټکو غندي او دا ګڼي چې دا برید د بشري معیارونو څخه څرګنده سرغړونه ده. داعش چې په افغانستان او د نړۍ په نورو سیمو کې ملکي وګړي په نښه کوي، ددغه برید په ترسره کولو یو ځل بیا دا وښودله چې دا ګروپ د استخباراتي ادارو په لاس کې دی او هدف یې د اسلام بدنامول او ټوله سیمه د ګواښ سره مخ کول دي".

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي چې د مسکو په څنډه کې پر ملکي وګړو دا برید چې یو شمیر کسانو د مرګ ژوبلې سبب شوی په سختو ټوکو غندي.

کرزي ددې پیښې د قربانیانو او د روسیې د حکومت او خلکو سره هم خواخوږي څرګنده کړې ده.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.