Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت روسیه کې د تېرې شپې برید غندلی

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت روسیه کې د تېرې شپې برید غندلی

author avatar
23 Mar 2024 - 14:41
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت روسیه کې د تېرې شپې برید غندلی
author avatar
23 Mar 2024 - 14:41

کابل (پژواک، ۴ حمل ۱۴۰۲): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د روسیې په مرکز مسکو کې پر یوه کنسرټ د تېرې شپې برید غندلی دی.

د بهرنيو چارو وزارت نن (شنبې) د يوې خبرپاڼې په خپرولو ليکلي چې دغه برید په ښکاره ډول د ټولو انساني معیارونو تر پښو لاندې کول دي.

سرچینې زیاته کړې، جوړې شوې ډلې د دغه ډول بریدونو له لارې د اسلام دین د بدنامۍ او د سیمې د بې‌ثباته کولو هڅه کوي.

سرچینې څرګنده کړې: 《د سیمې هېوادونه باید د داسې پېښو پر وړاندې چې د سیمې د بې‌ثباتۍ لامل کېږي، همغږی، روښانه او پرېکنده دریځ خپل کړ.》

د يادونې ده چې ياد برید تېره شپه د روسیې په مرکز مسکو کې پر هغه تالار وشو چې کنسرټ پکې جوړ شوی و.

د راپورونو له مخې، په یاد برید کې څه باندې ۱۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ویلو ده چې پر دغه کنسرټ د برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.