Language

تېر کال هېواد کې له څه باندې ۲۹۱ زره کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې شوې دي

کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې تېر ۱۴۰۲ کال په ۳۰ ولایتونو کې له څه باندې ۲۹۱ زره جبري راستنېدونکو او بېځایه شوو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې شوې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دغه مرستې  تېر کال کې په ۳۰ ولایتونو کې له ۲۹۱ زره او ۱۰۱ جبري راستنېدونکو او د طبیعي پېښو له امله له داخلي بېځایه شوو کورنیو سره د ګومارل شوو کمېټو له لوري او د نړۍوالو مرستندویه ادارو په همکارۍ ترسره شوې دي.

دغه وزارت ویلي، یادې مرستې په کندهار، ننګرهار، بلخ، هرات، جوزجان، بادغیس، لغمان، تخار، هلمند، فراه، فاریاب، کندوز، غزني، بغلان، سرپل، پکتیا، پکتیکا، غور، بدخشان، میدان وردګ، خوست، لوګر، نیمروز، ارزګان، سمنګان، کاپیسا، بامیان، نورستان، پنجشېر او پروان ولایتونو کې پر خلکو وېشل شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، په دې مرستو کې غذایي او روغتیایي توکي، ژمنۍ جامې، نغدې پیسې، د اشپزخانې او خیاطۍ وسایل، سولر، د سون توکي، د چرګانو روزنې وسایل، د شیدو لپاره وزې او غواګانې، خېمې، د صابون د تولید وسایل او بخارۍ شامل دي.

دغه راز د کډوالو وزارت نن په یو بل خبر کې ویلي، تېره اونۍ یې هم له ۱۰۸۶۷ داخلي بېځایه شوو کورنیو سره په غور، ننگرهار، بلخ، کندوز، هرات، هلمند، لغمان، بدخشان، غزني ، بغلان، بادغیس، تخار، سرپل، بامیان او جوزجان ولایتونو کې نغدي، د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې کړې دي

Related Topics