ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې سوداګره مېرمن لیلما: هڅه کوم سلګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړم

نیمروز کې سوداګره مېرمن لیلما: هڅه کوم سلګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړم

author avatar
24 Mar 2024 - 15:36
نیمروز کې سوداګره مېرمن لیلما: هڅه کوم سلګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړم
author avatar
24 Mar 2024 - 15:36

زرنج (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۳): مېرمن لیلما چې دمګړۍ یې نیمروز کې د خیاطۍ یوې کارګاره په جوړولو څو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې وایي، غواړي په راتلونکي کې خپلې سوداګرۍ ته وده ورکړي او ۵۰۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د تاج نقره خیاطۍ تولیدي کارګاه جوړوونکې لیلما سروري پژواک خبري اژانس ته وویل چې ۱۵ کاله مخکې یې خیاطی له خپله کوره پیل کړه، د خپلو دوستانو او ګاونډيانو جامې یې ګنډلې تر هغه چې څلور کاله مخکې یې دغه کارګاه جوړه کړه.

هغې زیاته کړه: «کله چې مې د خیاطۍ کار پیل کړ، په څلور زره افغانۍ مې ماشین او وسایل واخیستل، په کور کې مې د خپلو دوستانو او ګاونډیانو جامې ګنډلې.»

د هغې په خبره، د خیاطۍ برخه کې له ودې او مسلکي کېدو وروسته څلور کاله مخکې وتوانېده دغه کارګاه جوړه کړي؛ ښه کاروبار یې درلود خو د ۱۴۰۰ لمریز کال په زمري میاشت کې د سیاسي نظام له تعییر وروسته یې د اقتصادي ستونزو له امله کار‌وبار پیکه شو، کارګاه یې له سقوط سره مخ شوه او وسایل یې وپلورل.

خو هغه وایي چې له څه مودې تېرېدو وروسته یې کارګاه د ۵۰۰ زره افغانیو په پانګونه بېرته فعاله کړه او دمګړۍ لس ښځې کار ورسره کوي، د ورځې ۵۰ جوړې د ماشومانو جامې ګنډي او بازار ته یې وړاندې کوي.

سروري زیاته کړه: «موږ په کارګاه کې د جامو تولیدولو ترڅنګ د نوو زېږېدلو ماشومانو وسایلو، جامو او ګلدوزۍ برخه کې هم فعالیت کوو، د مرۍ اوبدلو، چرمه‌کارۍ او شمع‌کارۍ برخو کې مو هم کار پیل کړی چې دا په لاسي صنایعو کې نوې حرفه ده، د دې حرفې د ودې لپاره هڅه کوو.»

د هغه په خبره، دغه کارګاه یې د کډوالو نړۍوال سازمان په مالي مرسته فعاله کړې او عاید یې ورځ تر بلې ښه کېږي، اوس په میاشت کې ۸۰ زره افغانۍ عاید لري.

لیلما سروري خپلې زده‌کړې په ساینس کې بشپړې کړې او له خیاطي مخکې یې د ښوونکې، قابلې او ارایشګرې په توګه هم کار کړی دی.

هغه وایي: «د کور، د کارګاه مدیریت، بازارموندنه، د مریو اوبدنې محصولاتو پېر او پلور او د ارایشي صالون ټول مسوولیتونه زما پر غاړه دي، زه له کاره نه ستړې کېږم، له خپل کار سره مینه لرم.»

هغه چې هیله لري یوه لویه سوداګره شي زیاته کړه: «څومره چې ماته وخورم، په هماغه اندازه قوي کېږم او دوام ورکوم، د هغو طعنې مې هیڅ له یاده نه وځي چې ویل به یې ته نه شې کولای سوداګره شې، ښځه یې، کمزورې یې، خو په اتو میاشتو کې مې ځان ثابت کړ، اوس په هڅه کې یم څو د صنعت او سوداګرۍ له وزارته د سوداګرۍ جواز واخلم، بالاخره زه خپلو دغو هیلو ته رسېږم او لویه سوداګره کېږم.»

نوموړې هیله‌منه ده چې د تجارتي جواز په اخیستو سره ۵۰۰ نورو ښځو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

کومې ښځې چې په دې کارګاه کې کار ته جذبې شوې، خوښې دي.

لیلا احمدي چې شپږ میاشتې مخکې په دې کارګاه کې د زده‌کوونکې په توګه جذب شوې وه او اوس یوه مسلکي استاده ده وایي: «د ښوونځي په نهم ټولګي کې وم چې د ښوونځيو دروازې زموږ پر مخ وتړل شوې، په ډېره بد روحي وضعیت کې وم، څو تاج نقره کارګاه له لارې کار ته راغلم او اوس ډېره خوشحاله یم.»

نوموړې خوښه ده چې په دې کارګاه کې یې خیاطي په تخصصي ډول زده کړې، تنخوا اخلي او له ژور خپګانه ژغورل شوې، خو له سرپرست حکومته غواړي چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانیزي.

هغې زیاته کړه: «زما هیله او غوښتنه دا ده چې د ښوونځيو دروازې ته پرانیستل شي؛ ځکه د نجونو قانوني او شرعي حق دی چې باید درس ووایي او د خدمت مصدر شي، زه هیله لرم چې ډاکتره شم.»

په همدې حال کې په یاده کارګاه کې یوه بله ښوونکې زهرا کریمي وایي: «د ښوونځي په اتم ټولګي کې وه، دوه کاله د ښوونځيو له تړل کېدو وروسته په کور وه، هيڅ بوختیا یې نه لرله څو په دې کار ګاه کې د کار لپاره جذب شوه.

هغې وویل: «ما د شپږو میاشتو په موده کې د خیاطۍ اساسي ظرافتونه لکه متر او اندازه اخیستنه زده کړه، اوس د نورو استادانو ترڅنګ د تولید برخه کې کار کوم.»

نوموړې هیله لري چې په راتلونکي کې د همداسې یوې کارګاه مالکه و اوسي او له سرپرست حکومته غواړي چې له متشبثو ښځو ملاتړ وکړي.

ورته مهال، د نیمروز د صنعت او سوداګرۍ عامل مدیر نجیب‌الله خاشرودي پژواک ته وویل: «خوښ یو چې ښځې په نیمروز کې په متفاوتو ډولونو تجارت کوي، د نیمروز د صنعت او سوداګرۍ خونه، هغه ښځې چې له حلالې لارې پیسې پیدا کوي، ملاتړ کوي او هڅوي یې څو ډېره وده وکړي او لا بریالۍ شي.»

هغه وویل: «موږ سوداګرو ښځو ته د ظرفیت لوړونې سیمینارونه ترسره کړي، ناستې مو ترسره کړې، سوداګرې ښځې مو موسسو ته معرفي کړې چې د هغو په پایله کې دغه کارګاه جوړه شوې ده.»

نوموړی وایي چې په دغه ولایت کې د خیاطیو له ټولو کارګاوو د کډوالۍ نړۍوال سازمان ملاتړ کوي او آن زده کوونکو ته یې تنخواګانې هم ټاکلې دي.

خاشرودي د نیمروزۍ ښځو لپاره د یوه مارکېټ جوړېدو خبر ورکړ، ویې ویل چې دا خونه هڅه کوي څو ژر د نیمروزۍ ښځو محصولاتو بازارموندنې لپاره د ښځینه‌وو یو مارکېټ جوړ کړي.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.