Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان کې د نشه‌یي توکو د تولید یوه کارخونه له منځه یووړل شوه

فیض‌اباد (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۳): د بدخشان سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت بهارک ولسوالۍ کې د نشه‌یي توکو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه یووړل شوه.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار وایي چې د دې قوماندانۍ له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو یو لړ عملیاتو کې پرون د دغه ولایت بهارک ولسوالۍ دوبندي کلي کې د نشه‌یي توکو تولید یوه کارخونه کشف کړې او له منځه وړې ده.

هغه وایي چې د نشه‌یي توکو د تولید له دې کارخونې هرویین، ښیښه، تېزاب او نور ممنوعه توکي د پولیسو لاسته ورغلي خو د هغو د کره اندازې په اړه یې څه ونه ویل.

نوموړي وویل چې یو کس د دې کارخونې په تړاو نیول شوی او دمګړۍ د پولیسو د پوښتنو او ګروېږنو لاندې دی چې د دوسیې له بشپړېدو وروسته به یې قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.