[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کندهار په ولایت کې د داعش ډلې له خوا د ترسره شوي برید د غندنې په ترڅ کې تروریزم د افغانستان او نړۍ د سولې او امنیت لپاره تر ټولو جدي ګواښ بللی دی.
په ملګرو ملتونو کې د جاپان ځانګړې استازولي د وږي په ۴مه، پر اېکس شبکې د امنیت شورا پرونۍ اعلامیه خپره کړې چې پکې د کندهار وروستی ځانمرګی برید غندل شوی دی.
په دغه ځانمرګي برید کې چې د بنجشنبې په ورځ ( د وري په ۲مه) په کندهار ښار کې د کابل بانک مخې ته شوی و، د مسوولینو په وینا، درې تنه و وژل شول او ۱۲ نور ژوبل شوي وو.
د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په اعلامیه کې ددې برید دغندلو ترڅنګ؛ له ټولو هیوادونو غوښتل شوي چې “د نړیوالو قوانینو او د امنیت د شورا اړوند پریکړه لیکونو” ته د خپلو ژمنو پر اساس دې په فعال ډول د ټولو مقاماتو سره په دې برخه کې همکاري وکړي.
په اعلامیه کې زیاته شوې: ” هرډول تروریستي اقدام د هغې د انګیزې په پام کې د نیولو پرته، په هرځای او هر وخت او د هرچا له خوا چې ترسره شوی وي جرم او نه توجیه کیدونکی اقدام دی”.
د امنیت شورا یوځل بیا د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو، د پناه غوښتونکو نړیوال قانون او نړۍوالو بشرپاله حقونو په ګډون د ملګرو ملتونو د منشور پراساس او د نورو نړیوالو قوانینو لاندې د نړۍوالې سولې او امنیت پر وړاندې ګواښونواو تروریستي اقداماتو پر وړاندې په مبارزه کې د ټولو هیوادونو او وسایلو څخه په کار اخیستلو باندې ټینګار کړی دی.
په کندهار کې ددغه ځانمرګي برید مسوولیت داعش په غاړه اخیستی دی.
[/restrict]
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن