Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تورخم دروازه له درې ساعته تړل کېدو وروسته بېرته پرانيستل شوه

جلال‌اباد (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، تورخم دروازه له درې ساعته تړل کېدو وروسته بېرته د مسافرو پر مخ پرانيستل شوه.

یاده دروازه نن سهار شاوخوا ۱۲ بجې پاکستاني اړخ تړلې وه.

د تورخم کميسار ملا عبدالجبار حکمت وايي، پاکستان له درېيو ساعتونو وروسته بېرته تورخم دروازه د مسافرو پرمخ خلاصه کړه.

تر دې وړاندې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیق‌الله قريشي بدلون پژواک ته ويلي وو چې پاکستاني اړخ نن د وري په ۵مه يو ځل بيا د تورخم دروازه د خلکو پر مخ وتړله.

تورخم کې د لاسي کراچۍ يوه چلوونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته ويلي وو چې په تورخم کې پاکستاني مسوولينو په خپل منځ کې شخړه کړې؛ ځکه مسافرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

دا لومړی ځل نه دی چې تورخم دروازه د پاکستان له لوري تړل کېږي، له دې مخکې هم په کراتو دغه کار شوی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.