Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د م.م امنیت شورا غزه کې د اوربند پرېکړه‌لیک تصویب کړ

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر غزه د اسرائیل له یرغل پنځه میاشتې وروسته هلته د اوربند پرېکړه‌لیک تصویب کړ خو امریکا خپله رایه ونه کاروله.

د امریکا غږ د خبر له مخې، دغه پرېکړه‌لیک ته نن دوشنبې (د وري شپږمه) د امنیت شورا ټولو ۱۴ غړو مثبتې رایې ورکړې او متحده ایالتونو چې د اسرائیل تر ټولو نږدې متحد دی، له رایې ورکولو ډډه وکړه.

د امنیت شورا پرېکړه‌لیک کې د روژې میاشت کې په غزه د سمدستي اوربند غوښتنه شوې ده.

په پرېکړه‌لیک کې دغه راز غوښتل شوي چې دا موافقه دې په غزه کې د "دایمي او ثابت" اوربند سبب شي او د حماس له ډلې هم غوښتل شوي چې پاتې ټول برمته شوي کسان خوشي کړي.

د پرېکړه‌لیک مسوده د الجزایر له خوا ترتیب شوې وه چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د عربي هېوادنو استازیتوب کوي.

سلوانیا او سویټزرلنډ هم د پرېکړه‌لیک مسودې په لیکلو کې مرسته کړې.

د روسیې استازې مخالفت درلود چې له پرېکړه‌لیکه د "دایمي اوربند" ټکی لرې شوی او په دې هکله یې د رایې‌ګیرۍ غوښتنه وکړه خو منظوره نه شوه.

سره له دې چې متحده ایالتونو له دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د اوربند په هکله پرېکړه‌لیکونه رد یا ویټو کړي وو، خو په رفح کې د اسرائیل پر نظامي عملیاتو ټینګار او ګڼ شمېر ملکیانو ته مرګ‌ژوبله ځیني هغه دلایل دي چې د متحده ایالتونو او اسرائیل مشرانو ترمنځ یې مخالفت پیدا کړی.

امریکا د همدې تېرې جمعې ورځ امنیت شورا کې غزه کې په سمدستي توګه د اوربند په "اهمیت" پرېکړه‌لیک وړاندې کړی و چې روسیې او چین یې مخالفت وکړ او پر امریکا یې انتقاد کاوه چې د اسرائیل – حماس ترمنځ د جګړې بندېدو لپاره یې په ښکاره د اوربند غوښتنه نه ده کړې.

بلخوا بیا اسرائیل له دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پرېکړه‌لیکونو انتقادونه کړي؛ ځکه وایي چې په ځانګړې توګه د حماس ډله په کې نه ده غندل شوې.

د اسرائیل – حماس ترمنځ جګړه د تېر کال اکټوبر میاشتې په اوومه پیل شوه او تر اوسه په کې زرګونه کسان وژل شوي دي.

بل پلو، د اسرائیل په ځوابي بریدونو او ځمکني یرغل کې څه باندې ۳۲ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی چې د حماس عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې اکثریت وژل شوي میرمنې او ماشومان دي.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.