ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر کال څه باندې درې میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي

تېر کال څه باندې درې میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي

author avatar
25 Mar 2024 - 14:35
تېر کال څه باندې درې میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي
author avatar
25 Mar 2024 - 14:35

کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۳): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې تر ۳،۱ ميليون ډېرې برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې او دا مهال په ټول هېواد کې نږدې ۱۲.۹ ميليون کسان برېښنايي پېژندپاڼې لري.

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې دې ادارې په ۱۴۰۲ کال کې د ټول هېواد په کچه د اسان خدمت او برېښنايي پېژندپاڼو د ۷۶ وېش څانګو له لارې درې میلیونه او ۱۲۴ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.

سرچینه زياتوي: «له ډلې یې دوه میلیونه او نږدې ۶۸ زره نارینه او یو میلیون او څه‌ باندې ۵۶ زره تذکرې ښځینه‌وو ته وېشل شوې دي.»

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تېر کال تر ټولو ډېرې (۶۹۳۰۶۸) په کابل، (۲۷۹۴۳۰) په هرات، (۱۸۸۲۹۳) په بلخ، (۱۶۱۸۸۷) په ننګرهار او (۱۵۵۶۱۰) په کندهار او پاتې نورې د هېواد په نورو سيمو کې وېشل شوې دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لیکلي چې په هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش له پيله تر اوسه نږدې ۱۲ میلیونه او ۹۰۰زره يادې پېژندپاڼې چې ۷.۵ ميليونه یې نارينه او ۵.۴ ميليونه يې ښځو ته وېشل شوې دي.

Views: 52

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.