Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د شبرغان – مزار پر لویه لار ترافیکي پېښه؛ درې کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي

شبرغان (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۳): د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۳ کسان مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار د یوه باروړونکي هېنو او کرولا موټرو ترمنځ د ټکر نتیجه کې ۳ کسان مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.

هغه وايي چې دغه پېښه پرون (یکشنبه) ماښام شاوخوا شپږ بجې د فیض‌اباد ولسوالۍ په علي‌اباد سیمه کې شوې ده.

د سرچینې په خبره، د پېښې ټپیان د درملنې په موخه د فیض‌اباد ولسوالی روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.