کابل (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۳): د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې روسیه په افغانستان کې د بشري مرستو په موخه د یو میلیون امریکایي ډالرو مرسته کوي.
د خوړو نړۍوال پروګرام پرون په خپره کړې یوه خبرپاڼه کې د دې مرستې هرکلي ترڅنګ ويلي چې د روسیې په دې مرستې سره به د ۲۱ زره بېوزلو کورنیو چې ۱۵۰ زره کسان کېږي، لاسنیوی وشي.
دغه پروګرام زیاته کړې، اوس مهال د افغانستان ۱۶ میلیون وګړي له لوږې سره مخ دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام وایي چې د خپلو مرستو د دوام په موخه په افغانستان کې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره په بېړنۍ توګه ۶۵۷ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
یاد پروګرام زیاتوي چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې یې له ۱۸،۶ میلیون کسانو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.
دغه راز سرچینې ویلي، د روسیې له وروستۍ مرستې سره تر اوسه یاد هېواد له افغانستان سره شاوخوا څلور میلیون ډالر مرسته کړې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام د تېرې سلواغې میاشتې په ۱۲مه ویلي وو چې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره په افغانستان کې د بشردوستانه فعالیتونو د دوام لپاره ۷۶۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکي دفتر (اوچا) تېره ورځ ویلي وو چې هسپانيه له اړو افغانانو سره د مرستې په موخه د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره يو ميليون یورو مرسته کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP