ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې د پور پر سر شخړه؛ یو کس وژل شوی او یو ټپي دی

نورستان کې د پور پر سر شخړه؛ یو کس وژل شوی او یو ټپي دی

author avatar
26 Mar 2024 - 12:03
نورستان کې د پور پر سر شخړه؛ یو کس وژل شوی او یو ټپي دی
ارشیف
author avatar
26 Mar 2024 - 12:03

پارون (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۳): د نورستان امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د دوو کسانو ترمنځ د پور پر سر شخړه کې يو کس وژل شوی او بل ټپي دی.

د مسوولينو په وينا، د دواړو کسانو ترمنځ جګړه د پور پيسو پر سر شوې وه.

د نورستان امنيې قوماندانۍ وياند قاري ابو ايمان د وري په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون ماښام شاوخوا شپږ بجې د دغه ولايت د کامدېش ولسوالۍ په پول رستم سيمه کې د دوو کسانو ترمنځ د پور ترلاسه کولو پر سر شخړه شوې ده.

هغه زياته کړه چې د یادې شخړې نتیجه کې يو کس وژل شوی او قاتل چې له سيمې تښتېدلی و، د امنیتي ځواکونو له خوا له څو ساعتونو پلټنو وروسته نيول شوی دی.

يوه ځايي اوسېدونکي نقيب‌الله پژواک ته وويل، دواړو کسانو يو پر بل د لرګیو ګوزارونه کړي وو چې يو ټپي او بل مړ شوی؛ ټپي کس له سيمې تښتېدلی و خو وروسته نیول شوی دی.

Views: 31

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.