مزارشریف (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۳): د بلخ ځایي مسوولین وايي چې د دغه ولایت له مرکز مزارشریف ښاره ټول شوي څه باندې ۲۰۰ کارګر ماشومان له فني او حرفوي زدهکړو فارغ شول.
د بلخ ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ولایت کې د هوساینې او پراختیایي خدمتونو موسسې د یونیسف دفتر په مالي ملاتړ او د بلخ د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همغږۍ له ښاره ټول شوي ۲۰۵ کارګر ماشومان له شپږ میاشتنۍ فني او حرفوي زدهکړو وروسته فارغ کړل.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادې موسسې له لوري په ۲۰۲۱ کال کې یوه سروې ترسره شوې وه چې له مخې یې ۱۶ زره کارګر ماشومان پېژندل شوي وو.
سرچینه زیاتوي چې د یادو ۱۶ زره ماشومانو له ډلې ۲۰۵ یې دې برنامې ته انتخاب شول.
د خبرپاڼې په حواله، یادو ماشومانو په شپږو میاشتو کې د خیاطۍ، سلمانۍ، کپيکشۍ، مبایل، موټرسایکل او د کولر ترمیم برخو کې زدهکړې کړې دي.
سرچینه د یادې موسسې د مسوول عبدالقدوس باختري له قوله لیکلي چې د دغو ماشومانو عمرونه د کار قانون له مخې له ۱۵ تر ۱۸ کلونو وو، په یاده موده کې معاش او له فراغت سره سم ورته د ۳۰ زره افغانیو په لګښت د کار وسایل هم ورکړل شوي دي.
فارغ شوي کسان د فني او حرفوي زدهکړو ترلاسه کول د خپل ژوند د نوي پړاو او کاري بوختیاوو لپاره مهم ګڼي.
د دغو کسانو له ډلې میلاد پژواک ته وویل چې د موبایل د ترمیم برخه کې یې روزنه لیدلې ده.
هغه زیاته کړه: «هم مې کسب زده کړ او هم یې د میاشتې ۵۰۰۰ زره افغانۍ راکولې، زه ورته ډېر خوشحاله یم.»
میلاد وايي، اوس د دې وس لري چې د همدغه کسب له لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې تر یوه بریده حل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP