ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بهرنیو چارو وزارت: پښتونخوا کې پر چیني انجنیرانو برید د سیمه‌ییزې همکارۍ کمزوري کولو لپاره هڅه ده

بهرنیو چارو وزارت: پښتونخوا کې پر چیني انجنیرانو برید د سیمه‌ییزې همکارۍ کمزوري کولو لپاره هڅه ده

author avatar
27 Mar 2024 - 12:58
بهرنیو چارو وزارت: پښتونخوا کې پر چیني انجنیرانو برید د سیمه‌ییزې همکارۍ کمزوري کولو لپاره هڅه ده
author avatar
27 Mar 2024 - 12:58

کابل (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خیبر پښتونخوا کې پر چیني انجنیرانو د برید غبرګون کې ویلي چې دا ډول کړنې د سیمه‌ییزې همکارۍ کمزوري کولو لپاره هڅه ده.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت پرون (سه‌شنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو دغه برید غندلی دی.

د دغه وزارت په خبره، دا ډول پېښې د سیمه‌ییزې همکارۍ کمزوري کولو لپاره یوه هڅه ده او د سیمې هېوادونه باید پرې نه ‌ږدي چې د سیمه‌ییزو همکاریو مخالفین د سیمې په ناامنه کولو سره خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د خيبر پښتونخوا په شانګله سيمه کې د یوه ځانمرګي بريد له امله د پنځو چيني انجنيرانو په ګډون شپږ کسان ووژل شول او يو بل ټپي و.

Views: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.