کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۳): کورنیو چارو وزارت وایي، په تېرو شپږو میاشتو کې یې پر نشهيي توکو روږدي ۱۹ زره کسان راټول کړي، ۳۹۴۱ سپکې او درنې وسلې ترلاسه یې کړې او ۳۶۴۵ هکټاره ځمکه یې د کوکنارو له کښته پاکه کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د دغه وزارت د شپږو میاشتو کړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
په شپږو میاشتو کې د څه باندې ۸۰۰۰ جنایي پېښو ثبت
مفتي قانع وایي، په وروستیو شپږو میاشتو کې په ټول افغانستان کې ۸۷۴۷ جرمي پېښې ثبت شوې چې له دې جملې ۷۲۳۳ پېښې د پولیسو له خوا کشف او ۱۵۲۵ نورې د پولیسو ترتعقیب لاندې دي.
هغه دغه راز وویل چې د یادو پېښو په تړاو ۱۲۵۴۰ مظنونین هم نیول شوي، ۷۳۳ مظنونین د پولیسو تر تعقیب لاندې دي او دغه راز ۸۰۰ تنه نور مظنونین چې له ډلې یې ۴۴۹ تنه امنیتي منسوبین او ۳۳۷ عام وګړي دي هم د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
قانع زیاتوي، په جرمي قضیو کې د پولیسو د عملیاتو پر مهال ۳۸۷۰ میله سپکې او ۷۱ میله درنې وسلې، ۸۷۵ کړۍ ماینونه، ۶۹۹ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۵۸ زره فیره مرمۍ، ۱۱۷۷ پایې مخابروي وسایل او ۳۳۳ عرادې نقلیه وسایط، ۸۵۲ لېتره تېزاب، یو میلیون او ۲۰۰ زره قاچاقي سعودي ریال او ۱۸۰ زره جعلي ډالر ترلاسه شوي دي.
اختطاف
قانع وویل چې په شپږو میاشتو کې د اختطاف ۱۹ قضیې ثبت شوې دي،۲۱ تنه اختطافچیان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي، ۱۸ کسان د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوي او د اختطاف قضیو په تړاو ۱۷۲ تنه نیول شوي هم دي.
د نامسوولو وسلهوالو له ګروپونو ترلاسه شوې وسلې
قانع زیاته کړه چې پولیسو د نامسوولو وسلهوالو له ګروپونو۱۳۲۲ میله وسلې، ۴۲ زره د سپکو او درنو وسلو مرمۍ، ۲۵۱ قبضې لاسي بمونه، ۱۸۴ کړۍ ماینونه، ۲۱ پایې مخابرې، ۲۱ دوربینونه او ۳۲۴ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي دي.
۳۶۴۵ هکتاره ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې ده
د قانع د معلوماتو له مخې، تېرو شپږو میاشتو کې پولیسو په ټول افغانستان کې د نشهیي توکو پر ضد ۱۵۵۴۹ عملیات ترسره کړي چې په پایله کې يې ۵۶۶۳ کسان د نشهيي توکو د قضيو په تړاو نيول شوي او ۱۱۷۸ ټُنه بېلابېل ډول نشهيي توکي ترلاسه شوي دي.
دی وايي، دغو عملیاتو کې د نشهیي توکو د تولید ۸ ماشینونه، د نشهیي توکو د تولید او پروسس ۳۷۷ بېلابېلې فابریکې کشف او له منځه وړل شوي او ۳۶۴۵ هکتاره ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې ده.
هغه زیاتوي، د نشهيي توکو د قضیو په تړاو ۴۰۹ ډول ډول موټر، ۲۴۳۱ ټېلیفونونه، ۷ میلیونه افغانۍ، دوه میلیون پاکستانۍ کلدارې، ۲۰ میلیونه تومان او څه باندې ۱۰ زره امریکايي ډالر د پولیسو لاس ته ورغلي دي.
د نوموړي په خبره، دغو عملیاتو کې ۱۹ زره پر نشهیي توکو روږدي کسان راټول شوي او د درملنې په موخه روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
پاسپورټ
قانع وویل چې په یاده موده کې ۸۳۷ زره ټوکه پاسپورټونه خلکو ته وېشل شوي دي.
هوایي ډګرونه
قانع وایي، تېرو شپږو میاشتو کې ۲۲۱ مظنونین د بېلابېلو جرمونو په تړاو د افغانستان له هوایي ډګرونو د سرحدي پولیسو له خوا نیول شوي او دغه راز د یو میلیون او ۳۰۰ زره امریکایي ډالر، ۷۶۰ زره یورو، یو میلیون او ۴۰۰ زره ریال، ۲۰ میلیون پاکستانۍ کلدارۍ او د ۲۳۵ کیلوګرامه طلا د قاچاق مخنیوی شوی دی.
ترافیکي پېښې
قانع زیاتوي چې په دغه موده کې ۱۹۷۸ ترافیکي پېښې ثبت شوې چې په پایله کې یې ۹۴۹ کسان مړه او ۳۰۳ نور ژوبل شوي دي.
عواید
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د ترافیکي خدمتونو، پاسپورټ، د ملي عامه محافظت تصدۍ، ډایاک مدیریت او د وېزې پلي کولو له درکه یې ۱۳ میلیارده او ۱۷۴ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP