[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۳): پاکستاني چارواکي وايي، د چین شرکتونو په خیبر پښتونخوا کې د برېښنا دوو بندونو چارو درولو اعلان کړی دی.
د بيبيسي د خبر له مخې، دغو شرکتونو د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د کار له بېرته پیلېدو مخکې دې د دوی د سلګونو کارکوونکو امنیت ډاډمنولو لپاره نوي ګامونه واخلي.
یاد اقدام د اوبو یوه بند د چینايي شرکت کارکوونکو پر موټر له هغه ځانمرګي برید څو ورځې وروسته شوی چې شپږ کسان پهکې ووژل شول.
د راپورونو له مخې، د چینايي کمپنیو له خوا د يادو بندونو جوړولو کار له ځنډېدو سره هممهاله د چین د پلټنې يوه ډله اسلاماباد ته رسېدلې؛ دا ډله غواړي له پاکستاني چارواکو سره د تېرې سې شنبې ورځې د برید په اړه خبرې او پلټنې وکړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزير محسن نقوي له یادې ډلې سره لیدنه کې د برید په اړه غږېدلی دی.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت ویلي، د کورنیو چارو وزیر د جمعې ورځ په اسلاماباد کې د چین سفارت ته ورغلی و او د برید په اړه د شوو څېړنو معلومات یې ورسره شریک کړل.
سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې پاکستان کې د چینايي وګړو پر خوندیتوب او په دې برخه کې د اخيستل شوو ګامونو په اړه هم خبرې شوې دي.
بیان زیاتوي، د کورنیو چارو وزیر چینايي پلاوي ته ډاډ ورکړی چې په برید کې ښکېل کسان به د قانون منګولو ته سپارل کېږي.
د جمعې په ورځ فرانس پریس خبري اژانس د پاکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د تېرې سې شنبې له برید وروسته پاکستان کې چینايي کمپنیو د دوو لویو بندونو چارې ځنډولې دي. دغو کمپنیو غوښتنه کړې چې حکومت باید د دوی ژوند خوندیتوب لپاره نوی پلان جوړ کړی؛ پاکستان کې په بېلابېلو پروژو کې شاوخوا ۱۲۵۰ چینایان کار کوي.
تېره سې شنبه د خیبر پښتونخوا د قراقرم پر لویه لاره بشام سیمه کې د چینايي انجینرانو پر موټر ځانمرګی برید وشو؛ په دغه برید کې پنځه چینايي انجینران او پاکستانی چلوونکی یې ووژل شول، دغو انجینرانو په داسو بند کې کار کاوه.
داسو بند په پاکستان کې یوه لویه پروژه ده چې د څه باندې ۴۰۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت به ولري او کارونه يې شاوخوا اووه کاله مخکې پیل شوي دي.
[/restrict]
Views: 74
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن