ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپاړسمه داوطلبۍ کې ۶۴۹۳ قیراطه د پنجشېر زمرد وپلورل شول

شپاړسمه داوطلبۍ کې ۶۴۹۳ قیراطه د پنجشېر زمرد وپلورل شول

author avatar
31 Mar 2024 - 14:25
شپاړسمه داوطلبۍ کې ۶۴۹۳ قیراطه د پنجشېر زمرد وپلورل شول
author avatar
31 Mar 2024 - 14:25

پاراخ (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۲): د پنجشېر له کانونو د استخراج شوو زمردو په شپاړسمه داوطلبۍ کې ۶۴۹۳ قیراطه زمرد په ۱۸۵ زره او ۱۰۰ امریکایي ډالرو وپلورل شول.

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس محمدقاسم امیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې دې داوطلبۍ کې له پنجشېر، کابل، پروان، کاپیسا، اروزګان، بغلان، قندهار او غور ولایتونو څخه ۱۰۵ سوداګرو ګډون کړی و.

هغه وویل چې دا پلورل شوي زمرد د پنجشېر د لومړۍ حصې ولسوالۍ له شپږو کانونو استخراج شوي دي.

د پنجشېر د زمردو استخراج له دوو کلونو ځنډ وروسته د تېر کال د زمري میاشتې په وروستیو کې بیا پیل شو او تر اوسه استخراج شوي زمرد د ۱۶ داوطلبیو له لارې پلورل شوي دي.

د پنجشېر د کانونو ریاست وایي چې تېرو پنځلسو داوطلبیو کې د درې میلیون او ۳۹۱ زرو امریکایي ډالرو په ارزښت زمرد پلورل شوي دي.

د پنجشېر د کانونو ریاست د معلوماتو له مخې، دغه ولایت کې د زمردو ټول ثبت شوي کانونه ۱۷۰۰ ته رسېږي چې له دې ډلې د ۳۸۰ کانونو د استخراج چارې روانې دي او په هغو کې څه باندې ۷۰۰۰ کسان پر کار بوخت دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.