Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان لوبغاړي بازمحمد مبارز خپل فرانسوي سیال مات کړ

کابل (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۳): د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي بازمحمد مبارز له خپل فرانسوي سیال یوهان‌وان دهل څخه لوبه وګټله او مات یې کړ.

بازمحمد مبارز پر خپله فېسبوک‌پاڼه ليکلي: «ګرانو دوستان او وطنوالو، بريا، بريا مو مبارک؛ ستاسو د هر يوه له ملاتړه مننه.»

د معلوماتو له مخې، بازمحمد مبارز دغه سیالي له نږدې درې کلن ځنډ وروسته د ټایلنډ هېواد په «M2MMA » سازمان کې ترسره کړه.

د راپورونو پر اساس، بازمحمد مبارز له دې مخکې ۱۷ سیالۍ ترسره کړې چې ۱۱ یې کټلې او ۶ یې بایللې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.