لښکرګاه (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۳): د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یو شمېر هټیوالو د ښاروالۍ پر وړاندې اعتراضي لاریون کړی چې په تاوتریخوالي اوښتی او له امله یې پنځه کسان ټپیان شوي دي.
په ټولنیزو پاڼو کې یوه وېډیو لاس په لاس کېږي چې تېره ورځ د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یو شمېر هټیوالو اعتراضي لاریون کړی دی.
په دغه وېډیو کې درې کسان برسیرن ټپیان ښکاري، یو شمېر کسان چې شخصي کالي پر تن لري، هوایي ډزې کوي، د لاریونوالو لرګي په لاسونو کې دي او ادعا کوي چې دغه کسان د ښاروالۍ د کسانو په ډزو کې ټپیان شوي دي.
خو د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت پژواک خبري اژانس ته وویل: «د غنمو په منډوي کې یې ټېکه ټولوله، فکر کوم د منډوي والا ټېکه نه ورکوله، بیا یې په ښاروالۍ باندې مظاهره کړې ده، مجاهدینو بیا هوایي ټکان کړي دي، خو د ټک ټپي نشته، هېڅوک په مرمۍ نه دي خوږ شوي، صرف دوی سره خپل ډانګان ورسره وو، که د دوی په خپلو ډانګانو کوم کس سطحي ټپي شوی وي، داسې څوک خوږ نشته چې د تشویش وړ وي.»
خو هغه وروسته وویل چې په اخاوډب کې تر پنځو کسانو ټپیان شوي دي.
نوموړی وایي، یاده موضوع د ښاروالۍ او هټیوالو ترمنځ د خبرو له لارې حل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP