بامیان (پژواک،۱۳ وری ۱۴۰۲): بامیان کې د یوناما ساحوي دفتر مسوولین وایي چې اطلاعاتو ته لاسرسی یو له مهمو بشري حقونو دی چې د وخت په تېرېدو سره دغه ولایت کې د ښه کېدو په حال کې دی.
بامیان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (UNAMA) اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي او د بیان ازادۍ تحقق په موخه د رسنیو او دولتي ارتباطي مسوولینو په همغږۍ نن یوه ناسته ترسره کړه.
بامیان کې د یوناما ساحوي دفتر مسوولې سارا دیمول وویل، اطلاعاتو ته لاسرسی یو له مهمو بشري حقونو دی چې د وخت په تېرېدو سره دغه ولایت کې د ښه کېدو په حال کې دی.
د هغې په خبره، د ځایي ادارو ځوابویونه او په دولتي ادارو کې د ارتباطي مسوولینو ټاکنه اطلاعاتو ته د رسنیو د لاسرسي زمینه ډېره کړې او د داسې پروګرامونو ترسره کول د اطلاعاتو او همغږۍ د تبادلې ښه کېدو لامل کېږي.
هغې وویل چې د بیان ازادي او اطلاعاتو ته لاسرسی د بشري حقونو د ارزښتونو د تحقق او په عامه فعالیتونو کې د روڼتیا زمینه برابروي.
دغهراز نوموړې وویل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د بیان ازادي حقونه په څو داسې نړۍوالو کنواسیونونو کې نافذ شوي چې افغانستان هم ورسره یو ځای شوی او د هغو عملي کېدو ته ژمن دی.
ورته وخت کې، ځایي مسوولینو رسنیو ته په وخت ځوابویونې او د اطلاعاتو پر وړاندې کولو ځان ژمن بولي.
د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس صفيالله راید په دې اړه وویل چې د بامیان ټولو ادارو کې د ارتباطي کسانو ټاکل د مسوولینو د ځوابوینې څرګندونه کوي.
هغه زیاته کړه چې د بامیانو ځایې ادارې اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابره کړې او ټول د اړتیا وړ اطلاعات له کوم محدودیت پرته رسنیو ته ورکول کېږي.
د بامیان د ځایي رسنیو یوه مسوول حمیدالله عارفي دې ناسته کې وویل چې د وخت په تېرېدو سره د رسنیو او دولتي ادارو ترمنځ همغږي ښه شوې او مسوولین د معلوماتو په وړاندې کولو سره له رسنیو سره لازمه همکاري لري.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن