پارون (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۳): د نورستان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله دوه ماشومان مړه او شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.
د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي سمیعالحق حقبیان وايي، د دغه ولایت د دواب ولسوالۍ اړوند چټکچو سيمه کې پرون له غرمې وروسته یو ډاډسن موټر له سړکه کښته درې ته غورځېدلی دی.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې په موټر کې سپاره دوه ماشومان مړه او شپږ نور کسان ټپيان شوي دي.
دی وايي، ټپيان پر وخت د دواب ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي خو يو شديد ټپي يې د درملنې په موخه د لغمان ولايتي روغتون ته لېږدولی دی.
نورستان په ختيځ کې غرنی ولايت دی چې ډېر کله په کې دا ډول پېښې د سړکونو خرابوالي له امله رامنځته کېږي.
Views: 22
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن