ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روسیه د ترهګریزو سازمانونو له نوملړه د «طالبانو اسلامي تحریک» پر ایستلو غور کوي

روسیه د ترهګریزو سازمانونو له نوملړه د «طالبانو اسلامي تحریک» پر ایستلو غور کوي

author avatar
2 Apr 2024 - 11:00
روسیه د ترهګریزو سازمانونو له نوملړه د «طالبانو اسلامي تحریک» پر ایستلو غور کوي
author avatar
2 Apr 2024 - 11:00

کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۳): د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد د ترهګریزو سازمانونو له نوملړ څخه د «طالبانو اسلامي تحریک» د ایستلو موضوع تر غور لاندې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د روسيې دولتي خبري اژانس ټاس ته د دغو څرګندونو ترڅنګ ویلي چې دا موضوع د عدلیې وزارت او نورو تخصصي ادارو له خوا تر غور لاندې ده، خو په اړه به یې وروستۍ پرېکړه د روسیې لوړپوړي سیاسي مشران کوي.

سرچینه لیکي چې له دې مخکې، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ټاس ته ویلي وو، د طالبانو د تحریک یوه پلاوي ته - چې دا مهال په افغانستان کې واک لري- د «روسیې- اسلامي نړۍ: کازان فورم» کې د روان کال په مې میاشت کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مخکې ویلي چې افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې، د نړۍ هېوادونه هم بايد په خپل چلند او اړيکو کې مثبت بدلون راولي؛ اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابلو اصولو په رڼا کې د مثبتو اړيکو غوښتونکی دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.