ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیل هوايي برید کې د سپاه پاسدران اووه غړي وژل شوي

سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیل هوايي برید کې د سپاه پاسدران اووه غړي وژل شوي

author avatar
2 Apr 2024 - 11:14
سوریه کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیل هوايي برید کې د سپاه پاسدران اووه غړي وژل شوي
author avatar
2 Apr 2024 - 11:14

کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۳): د راپورونو پر بنسټ، ‌د سوریې پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیل هوايي بریدونو کې د ایران سپاه پاسدران اووه غړي وژل شوي دي.

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه بریدونه پرون (دوشنبه) د سوریې پلازمېنې دمشق ښار په مززه سیمه کې د ایران په کونسلګرۍ شوي دي.

د دغه برید پایله کې د ایران د سپاه پاسداران یو قوماندان محمدرضا زاهدي او د دې ډلې شپږ نور غړي وژل شوي دي.

په همدې حال کې، د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د یاد برید غبرګون کې پر خپله اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو ویلي، تهران کې د امریکا د ګټو ساتونکي په توګه د سویس سفارت شارژدافیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا څانګې د عمومي مدیر له لوري دغه وزارت ته احضار شو.

هغه زیاته کړې: «د امریکا دولت ته صهیونیستي نظام ملاتړي په توګه مهم پیغام ورسول شو؛ امریکا یې باید ځواب ووايي.»

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د اسرائیل دغه بریدونه غندلي دي.

Views: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.