Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ټایوان ختیځ کې د ریښتر په کچه ۷،۴ درجې زلزله شوې

کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۳): د ټایوان دولت د دغه هېواد په ختیځ کې د رېښتر په کچه د ۷،۴ درجې زلزلې خبر ورکوي او د سونامي رامنځته کېدو له احتماله یې خبرداری ورکړی دی.

رویټرز راپور ورکړی چې دغه زلزله نن سهار (چهارشنبه) د ټایوان ختیځ لړزولی او د دغه هېواد حکومت اعلان کړی چې دغه زلزله ښايي د سونامي رامنځته کېدو لامل شي.

د امریکا د زلزله پېژندنې ادارې ویلي چې د دې زلزلې مرکز د ټایوان سوېل ته په ۱۸ کیلومترۍ کې «هوالین» ښار دی او د ۳۴.۸ په ژوروالي یې ځمکه لړزولې ده.

تر دې دمه د یادې زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي خو زیاته شوې چې په تېرو ۲۵ کلونو کې په ټایوان کې دا تر ټولو زوروره زلزله ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ټایوان په سوېل کې د یوې زلزلې له امله ۱۰۰ کسان مړه شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.