Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغیس کې د یوه کس د وژلو په تور دوه کسان نیول شوي

قلعه‌نو (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۳): د بادغیس امنیه قومانداني د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د یوه کس د مړي له پیدا کېدو خبر ورکوي او وايي، د دې پېښې په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.

د باغیس امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي: «څو ورځې مخکې د محمداکبر په نوم یو ۲۶ کلن ځوان ‎چې د بالامرغاب ولسوالۍ اړوند د نواباد له سیمې ورک شوی و، جسد یې د امنیتي ځواکونو په هڅو تېره شپه په داسې حال ‎د دې ولسوالۍ په قبچاقوي سیمه کې پیدا شو چې د پر بدن یې د وهلو ټکولو نښې معلومېدې.»

سرچینې لیکلي چې د دې قضیې په تړاو دوه کسان نیول شوي او عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.