ژبه

بادغیس کې د یوه کس د وژلو په تور دوه کسان نیول شوي

<p style="text-align: justify;">قلعه‌نو (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۳): د بادغیس امنیه قومانداني د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د یوه کس د مړي له پیدا کېدو خبر ورکوي او وايي، د دې پېښې په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د باغیس امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي: «څو ورځې مخکې د محمداکبر په نوم یو ۲۶ کلن ځوان ‎چې د بالامرغاب ولسوالۍ اړوند د نواباد له سیمې ورک شوی و، جسد یې د امنیتي ځواکونو په هڅو تېره شپه په داسې حال ‎د دې ولسوالۍ په قبچاقوي سیمه کې پیدا شو چې د پر بدن یې د وهلو ټکولو نښې معلومېدې.»</p>

<p style="text-align: justify;">سرچینې لیکلي چې د دې قضیې په تړاو دوه کسان نیول شوي او عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوي دي.</p>

ورته موضوع