ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات په ډېری سیمو کې د کثافت‌دانیو نشتون د ښار بې‌نظمۍ لامل شوی

د هرات په ډېری سیمو کې د کثافت‌دانیو نشتون د ښار بې‌نظمۍ لامل شوی

author avatar
6 Apr 2024 - 11:56
د هرات په ډېری سیمو کې د کثافت‌دانیو نشتون د ښار بې‌نظمۍ لامل شوی
author avatar
6 Apr 2024 - 11:56

هرات (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۳): د هرات ځیني اوسېدونکي د دغه ښار په ډېرو ځایونو کې د کثافت‌دانیو نشتوالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، دغه چاره د هرات په ډېری سیمو کې د ښار د بې‌نظمۍ لامل شوې ده.

هغوی د ښاروالۍ له ریاسته غواړي څو دې برخې ته پاملرنه او د چاپېریال پاک ساتلو کې هڅه وکړي.

د هرات ښار اوسېدونکي کریم پویا پژواک خبري اژانس ته وویل، په ښار کې د کثافت‌دانیو موجودیت د یوه ښار ښه فرهنګ ښکارندویي کوي او دا مهال د ښار په ټولو ځایونو کې د کثافت‌دانیو نشتوالي ستونزه شته.

هغه زیاته کړه چې په ښار کې د کثافاتو ډېرېدل د ټولنې په کچه د خلکو ترمنځ د بېلابېلو ناروغیو لامل شوي چې حکومت باید په دې اړه جدي پاملرنه وکړي.

د دغه ولایت بل اوسېدونکی محمدایوب ارشاد وايي، د ښاروالۍ ریاست باید د منظم پلان له مخې د ښار په ټولو ناحیو کې کثافت‌دانیو ته ځایونه مشخص کړي او هلته یې ولګوي څو په ښار کې د بې‌نظمۍ مخنیوی وشي.

هغه وايي د ښار په کچه د کثافت‌دانیو نصبول ډېر اړین دي او‎ د ښاروالۍ له مسوولینو غواړي چې په ښار کې د ګڼې‌ګوڼې په ساحو کې د کثافاتو راټولو او په کثافت‌دانیو کې یې د اچولو فرهنګ دودولو په موخه ځانګړي کسان وګوماري.

بلخوا، د ټولنیزو مسایلو یو کارپوه محمدحارث شریفي د ښار بېلابېلو ځایونو کې د کثافت‌دانیو نشتون د ناروغیو او د ویروسونو تولید برخه کې یوه جدي ستونزه ګڼي او وايي، د ښاروالۍ ریاست دې د کثافت‌دانیو نصبولو لپاره څرګند پلان جوړ کړي.

نوموړي پژواک ته وویل، د کثافت دانیو نشتون ترڅنګ باید د ښار په کچه له عمومي امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې فرهنګ هم دود شي څو د تېرو کلونو په څېر له عمومي امکاناتو ناسمه ګټه پورته نشي او دغه موضوع باید د ښاري ادارو تر جدي څارنې لاندې وي.

خو د هرات د ښاروالۍ ریاست د خلکو غوښتنو او د یادې ستونزې کنټرول ته له اشارې پرته وايي، بېلابېلو ځایونو کې د کثافت‌دانیو نصبولو پلانونه موجود دي او روان کال کې به دا پروسه هم عملي شي.

د هرات د ښاروالۍ ویاند ناصر ارمل وویل، وروستیو میاشتو کې د دغه ولایت د ښاروالۍ ریاست عمومي تنظیف مدیریت له لورې دې برخه کې ځیني پلانونه پام کې نیول شوي او سروې‌ګانې هم شوې، سیمې تثبت شوې او روان کال کې به د دې ادارې له لوري تثبیت شوو سیمو کې کثافت‌دانۍ نصب شي.

هغه د دغه ولایت له ټولو اوسېدونکو وغوښتل څو د کثافت‌دانیو مدیریت او د ښاري ژوند فرهنګ پام کې ونیسي او د ښاروالي ریاست د تنظیف له ټیم سره همکاري وکړي.

Views: 135

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.