قلعهنو (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۳): د باغیس سیمهییز مسوولین په دغه ولایت کې د سواد زدهکړو کورسونو ته د څه باندې ۱۶۰۰ ټوکه کتابونو، فرش او نورو توکو وېشلو لړۍ له پیلېدو خبر ورکوي.
د باغیس د والي ویاند احمدجان حنظله د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې نن د مرغاب، قادس، ابکمري، مقر او جوند ولسوالیو پوهنې امریتونو اړوند د سواد زدهکړو کورسونو ته د ۱۶۵۶ ټوکه کتابونو، فرش او نورو درسي توکو د وېش بهیر پیل شو.
هغه وايي چې دمګړۍ د دغه ولایت په کچه د سواد زدهکړو په ۴۷ کورسونو کې ۱۲۵۸ کسان زدهکړې کوي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت د سواد زدهکړو مدیریت د نظارت مدیر عبدالرحمن صدیقي د یادو درسي توکو ترلاسه کولو پر مهال د سواد زدهکړو له ګډونوالو وغوښتل چې د درسونو زدهکولو لپاره هڅه وکړي.
دغه راز هغه د یادو کورسونو له زدهکوونکو او ښوونکو غوښتي چې د کتابونو او نورو درسي توکو ښې ساتنې ته پاملرنه وکړي.
Views: 34
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن