Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې د دوو پروژو چارې بشپړې شوې

کابل ښار کې د دوو پروژو چارې بشپړې شوې

author avatar
6 Apr 2024 - 15:02
کابل ښار کې د دوو پروژو چارې بشپړې شوې
author avatar
6 Apr 2024 - 15:02

کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۳): د کابل ښاروالۍ وايي چې د ښار شپاړلسمې ناحیې اړوند د قلعه احمدخان سیمه کې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د فرعي سړکونو او کوڅو جوړولو د دوو پروژو چارې بشپړې شوې.

د کابل ښاروالۍ نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه پروژې د خلکو د ستونزو حل او ښاریانو ته د کار زمینې برابرولو په موخه د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر په مرسته پلې شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، په دغو پورژو کې ۲۱م ګذر کې د ۱۱۴۸ متر په اوږدوالي او له درې تر څلورو مترو پورې سور سره د کوڅې پخول او په ۲۲م ګذر کې د ۱۱۶۱ متر په اوږدوالي او پنځه متره سور د یوه فرعي سړک جوړول شامل دي.

سرچینه زیاتوي، پر دغو پروژو ‎ ۱۵ میلیون افغانۍ لګښت راغلی او د جوړولو چارې یې د پنځو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

د اېکس‌پاڼې په حواله، د دغو پروژو له لارې هره ورځ ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

سرچینه کاږي، د يادو فرعي سړکونو او کوڅو جوړېدو سره د ښاريانو ډېرې ستونزې هوارې شوې دي او په وینا یې په راتلونکي کې به له ښاري اسانتیاوو په محرومو سيمو کې ورته نورې پروژې هم طرحه او پلې شي.

د کابل ښاروالۍ له ښاریانو غوښتي څو د یادو کوڅو او فرعي سړکونو ساتنې ته پام وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.