Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

درېیو ولایتونو کې له شاوخوا ۴۰۰۰ کورنیو سره مرستې وشوې

کابل (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۳): بغلان، بامیان او دایکنډي ولایتونو کې له څه کم څلور زره کډوالو، یتیمانو او بې‌وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرستې وشوې.

د بغلان د والي دفتر رییس مولوي لعل‌جان راشد وايي، پلخمري ښار کې له ایران او پاکستان څخه پر تازه راستنو شوو ۱۳۴۹ کورنیو ۱۵ میلیونه او ۲۱۵ زره افغانۍ ووېشل شوې.

د نوموړي په خبره، دغه نغدي مرستې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري منظور شوې وې، د یاد شمېر کورنیو هر غړي ته دوه زره افغانۍ ورکړل شوې.

ورته مهال، بامیان ولایت کې هم له دوه زره ۶۹ یتیمو ماشومانو سره مرسته شوې ده.

یاده مرسته چې په دغه ولایت کې د یوه خیریه بنسټ له لوري وېشل شوې، خوراکي توکي او نغدې پیسې په‌کې شامل دي.

د یو بل خبر له مخې، دایکنډي کې په ۴۰۰ کورنیو د خوراکي توکو کڅوړې وېشل شوې دي.

د یاد ولایت د اقتصاد ریاست په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د (HHRD) موسسې له لوري په دغه ولایت کې له ۴۰۰ کونډو، یتیمانو او بې‌وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.

د خوراکي توکو په دغه کڅوړه کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اړوه، ۷ کیلوګرامه وریجې، شپږ کیلوګرامه لوبیا، شپږ کیلوګرامه بوره، ۵ لېتره غوړي، یوه کیلو خرما، دوه کیلو مالګه او یو کیلو شین چای ورکول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.