Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

جلال‌اباد (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۳): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، بټي‌کوټ ولسوالۍ کې د دوو کورنيو خپلمنځي شخړه کې درېيو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د وري په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، بټي‌کوټ ولسوالۍ اړوند لوړتۍ کلي کې د عبدالحبیب او باچا د کورنیو ترمنځ شخړه شوې ده.

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې د عبدالحبیب د کورنۍ يو غړی وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د نوموړي په خبره، د پېښې ځای ته امنیتي منسوبین رسيدلي او په تړاو يې څلور کسان نيولي دي.

د قوماندانۍ وياند وايي، نيول شوي کسان به ډېر ژر عدليي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.