Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې د رمضان جام په نوم د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

پلخمري (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۳): بغلان کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم فوټسال سیالۍ د «خورشید کریمي» لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.

د بغلان د بدني روزنې او ورزش امر قاري محمدامیر امیري پژواک خبري اژانس ته وویل، د بدني روزنې امریت په لوبغالي کې د رمضان جام په نوم فوټسال سیالۍ د خورشيد کریمي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

هغه وویل، یادې سیالۍ چې۳۰ لوبډلو په‌کې برخه لرله او لس ورځې یې دوام وکړ، پای‌لوبه یې تېر ماښام د خورشید کریمي او امیري لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې خورشید کریمي لوبډلې په‌کې مقابلې لوبډلې ته ۳/۴ ماتې ورکړه.

دغه راز بغلان کې د فوټسال کمېټې مسوول عبدالحق شاهین وايي، له دغو سیالیو څخه یې موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د ځوانانو ترمنځ د اړیکو جوړولو وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.