کابل (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۳): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د حماس ډلې له سیاسي مشر اسماعیل هنیه سره په ټلیفوني خبرو کې خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دغو سرښندنو په پایله کې به د افغانستان په څېر فلسطین هم ازاد شي.
تېره ورځ پر غزې د اسراییلي ځواکونو بریدونو کې د حماس ډلې د دغه سیاسي مشر درېیو زامنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاءاحمد تکل پرخپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د حماس غورځنګ د سياسي دفتر له مشر اسماعيل هنيه سره ټلیفوني خبرې کړې او نوموړي ته یې د هغه د درېیو زامنو د «شهادت» په تړاو د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.
متقي هيله ښودلې چې د دغه ډول قربانيو په پایله کې به د فلسطين خاوره د اسراییلي ځواکونو له منګولو ازاده شي.
نوموړي ویلي: «افغانستان هم د زياتو قربانيو په نتیجه کې خپلواکي ترلاسه کړې او د فلسطين مجاهد ولس ته د استقامت، ثبات او صبر هيله کوو.»
سرچینې ویلي، په دغو ټلیفوني خبرو کې اسماعيل هنيه د متقي له تسليت او خواخوږۍ مننه کړې او ویلي یې دي: «د افغانستان خلک د ازادۍ د مبارزې مخکښان دي او موږ د هغوی پر پلونو مزل کوو، اميد دی چې زموږ دغه وينې به هم رنګ راوړي.»
Views: 35
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن